IQNA

د حج د قرآني حفظ په سیالیو کې د مصر د یوه  حافظ ځلیدا

11:18 - June 11, 2025
د خبر لمبر: 3491257
ایکنا -   د قرآن  کریم یوه  مصري حافظ حماده محمد السید خطاب،د خدای د کورد حاجیانو او زیارتوالو لپاره په مسجد الحرام کې د قرآن د حفظ  په سیالیو کې غوره مقام ترلاسه کړ.

 ایکنانیوز د صدی البلد له قوله لیکلي دی، دا سیالۍ د حرمین شریفین، مسجد الحرام او مسجد النبي (ص) د تولیت له خوا جوړې شوې وې او د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو د حج زیارتوالو لپاره ځانګړې شوې وې.

په دغو سیالیو کې له زرو زیاتو  حاجیانو او زیارتوالو ، چې د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو، برخه اخیستې وه. حماده محمد السید خطاب، چې د الازهر اسلامي مرکز حافظ او د طنطا په الازهر پوهنتون کې د قرآني قرائاتو او علومو د پوهنځي غړی دی، په دغو سیالیو کې یو له غوره کسانو څخه و، چې د قرآن کریم د بشپړ حفظ په رشته کې غوره اعلان شو.

هغه، چې د الازهر د اسلامي څیړنو د مجمع د قرآن د بیاکتنې کمیټې غړی هم دی، لخ  صدایی البلد  خپرونې سره په خبرو کې د خپلې بریا خبر ورکړ. نوموړي وویل: په دغې سیالۍ کې ځانګړي رتبه بندي نه وه اعلان شوې او ټول غوره کسان په مساوي توګه وستایل شول.

د  حج په شپو ورځو کې  د مسجد الحرام د قرآن سیالیو په ټولو لومړنیو څانګو کې   ټولټال ۱۸ غوره کسان وو، چې حماده محمد السید خطاب یوازینی مصري ؤ، چې د قرآن کریم د بشپړ حفظ په برخې کې ئې بریا ترلاسه کړه. د دغو سیالیو  غوره کسانو ته د  ستاینې  او نازونې په  دستورو کې   د یادبود سمبولیک انعامونه  ورکړل شول ، او د مسجد الحرام امام جماعت، شیخ ماهر المعیقلي، د سعودي عربستان د حرمین شریفین د تولیت په استازیتوب  غوره کسانو ته انعامونه ورکړل.

د قرآن کریم بشپړ حفظ، د نیمایي قرآن حفظ، او د خدای د کتاب تعلیم او تلاوت د دغې سیالۍ بېلابېلې برخې وې. دا قرآني پیښه د حج د زیارتوالو  ترمینځ د غوره تلاوت کونکو او حافظانو د پیژندلو او ستاینې او په دې معنوي سفر کې د قرآن د اغیزو د پیاوړتیا موخه درلوده.

https://iqna.ir/fa/news/4287418

captcha